مزار کې ایراني واټ او پر نیمروز د ایران یرغل
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

          په ظاهر کې داسې ښکاري چې ځینې پېښې به له نورو هغو سره چې په یوه وخت او یا لږ وړاندې روسته پېښيږي، تړاو ونه لري خو که لږ غور وشي دا پېښې لکه د ځنځیر کړۍ ، یوله بل سره تړلي او له یوه ځایه اوبه خوري .

د مزار شریف ښارکې د ایراني واټ په اړه ، په کابل د ایران سفارت په خبرپاڼه کې ویل کیږي « د مزار ولایتي شورا د ايران د ۹ ديپلوماتانو او يوه خبريال د تلين او د ايرانيو شهيدانو د ياد د درناوي لپاره د حضرت علي کرم الله وجهه زيارت ته تللی واټ، د ايراني شهيدانو واټ نومولى دى »

بلخوا په دې تړاو د بلخ ولايت چارواکو د ولايتي شورا د دې اقدام د هرکلي په ترڅ کې ويلي «  دا کار به د دوو ملتونو د لا نږدېوالي سبب شي. »

که څه هم د مزار د ولایتي شورا دا ملي ضد پریکړه ، دواړو ولسي او مشرانو جرګو په کلکه وغندله او د هیواد په ګوټ ګوټ کې ټولو افغانانو د هغې په وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کړ خو ددې ټولو نیوکو او غندنو سره سره د مزار چارواکو نن بیا، په سپین سترګۍ او بدماشۍ له خپلې ملي ضد پریکړې ننګه وکړه .

مشرانو جرګې د زمري په ۲۲مه، په دې مسئله بحث وكړ او دغه كار يې فرهنګي يرغل وګاڼه او ولسي جرګې د زمري په ۲۳مه، په مزارشريف كې د ايراني ديپلوماتانو په نوم د يوې كوڅې نومول د هغه هېواد فرهنګي تیری وباله .

د بلخ ولايتي شوار رييس ډاكټر افضل حديد د دواړو جرګو څرګندونې بې مسووليته وګڼلې او نیوکه کوونکي يي له موضوع څخه په ناخبرۍ  تورن كړل!

نوموړي زياته كړه، چې ايران يو اسلامي ګاونډى هېواد دى، د جهاد پر مهال يې هراړخيزې ستونزې او سربېره پر دې په ايران كې د ځينو افغانانو په نوم کوڅې نومولي دي .البته دلته د نوموړي موخه په ایران کې د احمدشا مسعود په نوم د کومې کوڅې نومونه ده ، خو هغه په ښکاره د مسعود نوم  په خوله وانه خیست.

اوس که دا ملي ضد پریکړه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې چې د ایران په لاړو لوند وزیر ورته له مخکې بډ وهلی ناست دی او د همدې وزیر په ډاډ د مزار چارواکو خپله پریکړه د روستۍ هوکړې لپاره نوموړي وزارت ته لیږلې، د هیوادپالو چارواکو په مټ رد نه شي ، نو د وزارت په هوکړې سره به  د مزار چارواکي نور هم زړور او مست شي او په دې بري سره به د د دوی په وړاندې د نورو ملي ضد هڅو لار پرانیستل شي .

د اندیښنې او پوښتنې وړ خبره دا ده ، د مزارچارواکي له خپلې پریکړې په داسې مهال دفاع کوي چې پرون تازه په نیمروز ولایت کې ۴۰ تنه ولسي وګړي او لس تنه پولیس په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول چې ځانمرګي له ایران سره تړاو لري .

د ولسی جرګې ځینو غړیو نن د جرګې په غونډه کې په زغرده وویل چې د نیمروز ولایت د مرکز د پروني برید ځیني نیول شوي عاملان ایرانیان دي. « دا حملې ایرانیانو تنظیم کړي او ایرانیان پکې نیول شوي دي. ایران او پاکستان تل داسي ځانمرګي بریدونه پلان کړي او په هغو کې يي  زموږ بې ګناه خلک شهیدان کړي دي. تاند »

له هغو درې کسانو څخه چې په دې تړاو نیول شوي ، تحقیق ښۍ چې دوی د ایران په څاروان نومې سیمه کې روزل شوي او روسته د ځانمرګي بریدونه لپاره له پولې دیخوا افغانستان ته رااوښتي دي .

بلخوا په فراه ولایت کې د سولې د ځايي شورا مشر امیرمحمد ایوبي وايی ، د ایران سپا پاسدارن په ایران کې یو شمیر کسان روزي او فراه ته يي د سولې بهیر د ټکنيتوب او امنیت د ګډوډۍ لپاره رالیږي . نوموړی همداراز زیاتوي، فراه کې ځانمرګې بریدونه او ویجاړونکې فعالیتونه، په ایران کې د سپا پاسدارانو او د ایرانۍ انصارې ډلې لخوا تنظیمیږي .

همدارنګه په هرات کې روستۍ بمي برید چې ۱۸ بېګنا ملکي وګړي پکې ټپيان شول او یا په روزګان کې روستي ناامنۍ د ایران له لاسوهنې سره نږدې تړاو لري .

ایران د سلمابند د جوړیدو په اړه هم اندیښنه لري . د سلما بند، چې د متحده ايالتونو د ١٥٠ مليونو ډالرو په مالي مرسته د هند لخوا جوړيږي، د چشت شريف په ولسوالۍ کې د هرېرود د سيند پرغاړه موقعیت لري. نوموړى بند له هرات ښار څخه ختيځ ته ، د ١٨٠ کيلومترو په واټن کې د ايران له پولې ډېر ليرې پروت دى.

تر بشپړېدو وروسته به دا بند د برښنا پر توليد سربېره ٧٥ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي. ددې بند له امله به ايران ته د هريرود سيند د اوبو عادي اوسنى بهير لږ شي.

کله چې د چشت شريف ولسوال، عبدالقدوس قيام له پنځو تنو امنيتي کارکووونکوسره د جنورۍ په نيمايي کې ووژل شو، افغاني رسنيو دهغې پړه پر ياغيانو واچوله ، خو د هرات زيات شمېر اوسيدونکو دا کار د هغه پراخه ستونزې يوه برخه وګڼله چې نوموړى ولايت يې له ايران سره لري.

په نيمروز ولايت کې د کمال خان د اوبو بند پروژه هم ، ایران نه غواړي چې بشپړه شی.  

دا بند د نيمروز له مرکز زرنج څخه ٩٥کيلومتره لرې د چهاربرجک ولسوالۍ شمال لور ته پر هلمند سيند جوړېږي، چې په بشپرېدو سره يې ايران ته د هلمند سيند د اوبو جريان کمېږي.

په داسې حالاتو کې چې د افغانستان د ملي ګټو په وړاندې د تیري دریځ  او په ګډوډیو او بې امنیو کې د ایراني اخوندانو لاسوهنه له هیچا پټه نه ده ، د د وه ملتونو د لا نږدیږالي خبره چې د بلخ ولایت چارواکي يي کوي، په حقیقت کې د افغانانو په سترګو کې له خاوري شیندلو پرته بله مانا نه لري .

د نظارشورا او جمعیت یو شمیر استازي چې د بلخ ولایت د واک واګي يي په لاس کې دي، ددې سیناریو شا ته په کمین کې ناست دي .

دوی له ایران سره په شریکه دا لوبه په داسې وخت پیلوي او مخې ته يي بيايي چې افغانستان له ختیځ لورې د پنجابي پوځ د مخامخ یرغل سره لاس و ګریوان دی . دوی ددې پرځای چې پر کونړ ، نورستان ، ننګرهار او لويي پکتیا د پنجاب پوځي څرګند تیری وغندي او د مرکزي دولت په ملاتړ ودریږي ، مرکزي دولت ته نوی سردرد او بوختیا پېښوي .

دوی چې د ریاستي نظام او مرکزي واک په شتون کې، پخپل سر د مرکزي دولت  له خبرتیا او اجازي پرته له نورو دولتونو سره دوه اړخیزه اړیکې پالی ، نو که د دوی په خوښه ولایتونو ته زیات واک ورکړل شي او پارلماني نظام واکمن شی دوی به بیا د افغانستان برخلیک سره څه لوبې کوي ! ؟

دا لومړی ځل نه دی، هر وخت چې د پردیو په وړاندې د افغانانو هلې ځلې او مبارزه ګټه راوړي او په کور دننه هڅې او کوښښونه مېوه نیسي ، پردیو سره په تړاو او کمین کې ناست بړیڅي، افغانان د شا لخوا په توره وهي او د ملي واکمنۍ پرځای د پردیو غیږې ته پنا وړي !

یادونه :

په لیکنه کې د ځینو رسنیو لکه د ګران افغانستان او تاند بریښناپاڼې او خپلواک خبري اژانس څخه ګټه اخیستل شوېده .

د ۲۰۱۲ کال د اګست ۱۵ مه

 


August 17th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات